Home » افغانستان » عربستان:طالبان دې د جګړې پر ځای د سولې لار خپله کړي
رویداد خبري آژانس

عربستان:طالبان دې د جګړې پر ځای د سولې لار خپله کړي

په کابل کې د سعودي عربستان سفیر ویلي چې وسله والو طالبانو ته په کار ده چې له جګړو لاس په سر شي او د سولې لار خپله کړي.

د سعودي عربستان سفیر جسیم محمد الخالدي د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره کتلي دي او ډاډ یې ورکړی چې دوی له افغان سولې سره همکارۍ او مرستو ته تیار دي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی او دې مسئلې د سعودي عربستان اندېښنه هم پارولې ده نو له همدې امله پر طالبانو غږ کوي چې له جګړو لاس په سر شي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته ادامه ورکړي.

عربستان همدا راز ډاډ ورکړی چې دوی به د افغان سولې د پرمختګونو لپاره د نړیوالو کنفرانسونو او غونډو جوړولو ته هم ادامه ورکړي.

افغان حکومت هم د سولې په برخه کې د عربستان له دایمي همکاریو مننه کړې ده او دغه هېواد یې د افغانستان ښه ملګری بللی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...