په عراق کې د سياسي اختلافونو په دوام سره، د دې هېواد د مذهبي مشر مقتدا الصدر پلويانو په پلازمېنه بغداد کې پراخ لاريونونه پيل کړي دي.
په دې ترڅ کې بېګا شپه د (زمري په ۵مه) ياد لاريوونکي زرغونې امنيتي ساحې ته چرته چې د بهرنيو هېوادونو د سفارتونو ترڅنګ د عراق د پارلمان ودانۍ هم موقعيت لري، دننه شوي دي.
لاريونون کوونکي يادې سيمې ته له دننه کېدو سره، د پارلمان پر ودانۍ هم ورننوتي او دغه وداني قضه کړې ده.
پوليسو د لاريونوالو د مخنيوي په موخه پر دوی اوښکې بښوونکی ګاز او اوبه کارولي، خو پر دې سربېره هم نه دي توانېدلي چې لاريونوال اېسار کړي.
دغه لاريونونه وروسته له هغې پيل شوي چې په عراق کې د نوموړي حکومت د تشکيلولو په موخه د مقتدالصدر په مشرۍ رامنځته شوي اېتلاف په تېر اکټوبر کې له ټاکنو وروسته خپله بريا اعلان کړه؛ خو الصدر هغه مهال له سياسي مخالفانو سره له ګډ کار انکار وکړ او په دې توګه د نوی حکومت جوړولو بهير له ستونزو سره مخ شو.
مقتدالصدر اوسمهال د لومړي وزارت څوکۍ لپاره د خپل سياسي مخالف محمد السوداني د نوماندۍ مخالفت کوي او پر نوموړي تور پوري کوي، چې له ايران سره يې ګوتې پټې دي.