عراقي رسنۍ خبر ورکړی چې د بغداد هوايي ډګر ته نیږدې د څارنې پر یوه برج برید کې ۱۱ تنه وژل شوي دي.
عراق کې امنیتي چارواکي یاده پیښه مني او وايي چې په پېښه کې یوازې ملکي کسان وژل شوي دي.
ددې هېواد روغتیايي چارواکي وايي چې د برید له ځایه دوی ته ۱۱ جسدونه ور وړل شوي دي.
عراقي چارواکي وايي تېر ماښام دغه برید داعش ډلې پورې تړلو وسلوالو کړی دی.
رسنیو د امنیتي سرچینو په حواله ویلي چې وسلوالو کسانو له لاسي بمونو او وسلو نه په استفادې دغه برید کړی دی.
د پیښې په ځای کې یوه امنیتي سرچینه ویلي، دغه برید کې د قبایلي ځواکونو پنځه غړي او شپږ ځایي اوسېدونکي وژل شوي دي.
راپورونه وايي په برید کې ۸ تنه ټپیان شوي هم دي.
د برید په اړه وسلوالو څه نه دي ویلي.