Home » افغانستان » عراق کې د دوو افغانانو په ګډون ۱۸ شیعه زیارت کوونکي په ترافیکي پېښه کې مړه شوي

عراق کې د دوو افغانانو په ګډون ۱۸ شیعه زیارت کوونکي په ترافیکي پېښه کې مړه شوي

د عراق د روغتیا وزارت چارواکو نن وویل، چې لږ تر لږه اتلس کسان چې ډېره برخه یې ایراني زیارت کوونکي دي د پلازمېنې بغداد په شمال کې د دوو بسونو د ټکر په پېښه کې مړه شوي دي.

فرانس پرس خبري اژانس د یو روغتون د چارواکو له قوله خبر ورکړ، چې په پېښه کې ۱۴ تنه ایرانیان او دوه تنه افغانان مړه شوي دي.

د سرچینې په وینا د پېښې دوه نور قربانیان لا تر اوسه نه دي پېژندل شوي.

د عراق د دولتي خبري اژانس اینا د راپور له مخې، دا پېښه بېګا نیمه شپه د دجیل او سامرا سیمو ترمنځ شوې ده او په ترڅ کې یې پنځلس نور کسان هم ټپیان شوي دي.

هر کال میلیونونه شیعه زیارت کوونکي چې ډېره برخه یې ایرانیان دي، د اربعین په نوم په مذهبي مراسمو کې د ګډون لپاره کربلا ښار ته ځي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...