د عراق حکومت درې کسان چې په ۲۰۱۶ کال بغداد کې د یوه خونړي موټربم برید په تړاو ګرم پېژندل شوي وو، په دار ځړولي.
په دغه ځانمرګي موټربم برید کې له ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپي شوي وو.
دا په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا له یرغل را وروسته دغه هېواد کې تر ټولو مرګونی بمي برید و.
د اسلامي دولت یا داعش په نوم ډلې منلې وه چې برید دوی کړی.
د عراق د لومړي وزیر محمد شیاع السوداني دفتر اعدام شويو کسانو نومونه نه دي اخیستې او دا یې هم نه دي ویلي چې دوی کله محکوم شوي وو.
دغه دفتر یوازې دومره ویلي چې پر دغو کسانو د اعدام حکم د یکشنبې او دوشنبې پر ورځو پلی شو.
د عراق یوې حکومتي سرچېنې اېاېفپي خبري اژانس ته ویلي چې په اعدام شویو کسانو کې ‘غزوان الزوبعي’ هم دی، چې د دغه برید اصلي طراح بلل کېده.
د الزوبعي د نیول کېدو خبر د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې د عراق د وخت لومړي وزیر مصطفی الکاظمي ورکړی و.
اوس د عراق د لومړي وزیر دفتر وايي هغه د دغه برید د قربانیانو کورنیو ته خبر ورکړی چې پر درېو مجرمانو چې په دغه ترهګریز برید کې د ښکېلتیا له کبله ګرم پېژندل شوي وو، د “اعدام سمه سزا” پلې شوه.