د عدلیې وزارت مطبوعاتي دفتر تېره ورځ د کب په ۱۹ مه خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د هېواد په کچه د اهل هنودو د غصب شویو ځمکو د ارزونې بهیر پیل کړی دی.
د خبرپاڼې د معلوماتو پراساس کمېسیون په مرکز او ولایتونو کې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي هیتونو ته لارښونه شوې د اهل هنودو هغه ځمکې چې د هېواد بېلابېلو ولایتونو غصب شوي او یا د جعلي وکالت لیکونو پوسیله یې د غصب احتمال وي تثبیت او تشخیص کړي.
د عدلیې وزارت له اهل هنودو هېوادولو غوښتي له غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو پخاطر د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون له تخنیکي هیتونو سره اسناد او کره معلومات شریک کړي.
د یادونې ده اهل هنودو د پلازمینې کابل په ګډون ننګرهار، غزني او خوست ولایتونو کې جاییدادونه لرل چې ډېری هغه یې غصب شوي دي.
