Home » افغانستان » عتيق‌الله صديقي د عبدالحميد خراساني پر ځای د پنجشېر امنيت امر شو

عتيق‌الله صديقي د عبدالحميد خراساني پر ځای د پنجشېر امنيت امر شو

وروسته له هغې چې د پنجشېر مخکيني امنيت امر عبدالحميد خراساني په خواله رسنيو کې والي قدرت‌الله پر فساد او دخلکو پر ربړولو تورن کړ، اوس داسې راپورونه ورکړل شوي چې د نوموړي پر ځای عتيق‌الله صديقي د پنجشېر امنيت امر په توګه ګمارل شوی دی.

د راپورونو له مخې، خراساني د يادې پرېکړې په اړه په غبرګون کې ويلي چې والي د نوموړي د لرې کولو صلاحيت نه لري او د کورنيو چارو وزارت د پرېکړې په تمه دی.

حميد خراساني دوې ورځې وړاندې په يوه خپره کړې وېډيويو کې د پنجشېر والي مولوي قدرت‌الله پر فساد او خلکو پر ناحقه ځورولو تورن کړی او ويلي يې وو چې د نوموړي په اړه د کورنيو چارو وزارت له ځينو چارواکو سره په ګډه پرې اسناد هم لري.

نوموړي د طالبانو له مشر ملا هبت‌الله اخندزاده غوښتي وو، چې مولوي قدرت‌الله له دندې لرې کړي او پر ځای يې وړ کس پنجشېر ته د والي په توګه معرفي کړي.

د نوموړي د لرې کېدو او پر والي د لګول شوو تورونو په غبرګون کې د پنجشېر د والي ویاند ابوبکر صديق ويلي، چې خراساني لار شکوونکی او غل دی او له همدې کبله درې مياشتې وړاندې له دندې لرې شوی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...