Home » افغانستان » “عبدلهيان له ګوټيريش سره په افغانستان کې د ګډ حکومت په اړه خبرې کړي”

“عبدلهيان له ګوټيريش سره په افغانستان کې د ګډ حکومت په اړه خبرې کړي”

د ايران بهرنيو چارو وزير حسېن اميرعبدالهيان د ملګرو ملتونوله عمومي سرمنشي انتونيو ګوټيريش سره په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت په اړه خبرې کړي دي.

د رسنيو د راپور له مخې، په دې ټليفوني خبرو کې دواړو لوريو د هغو سياسي هڅو ملاتړ کړی چې په افغانستان کې د يوه ګډ او ټول‌شموله حکومت د رامنځته کولو په موخه کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټيريش د خپلو خبرو پرمهال، په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ژوند په ټولو برخو کې د افغانانو حقونو ته په درناوي ټينګار کړی.

په همدې حال کې د ايران بهرنيو چارو وزير حسېن اميرعبدالهيان بيا په افغانستان کې بشري ناورين ته د ځانګړې پاملرنې پر اړتيا ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې دامهال په افغانستان کې بشري وضعيت لا هم ناسم لوري ته روان دی.

نوموړي زياته کړې چې په دې وروستيو کې ۸سوه زره افغان کډوال تازه ايران ته ورغلي او دغه هېواد يې د سمبالونې په موخه نړيوالو مالي مرستو ته اړتيا لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام اباد کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې ۲۰۰ افغانان نیول شوي

د پاکستان په پلازمینه اسلام ...