د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزير او پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې کس عبدالکريم خرم وايي، چې په تورخم او سپين بولدک کې پښتونخوا او پاکستان ته د اوښتو پرمهال افغانان له بېلابېل ډول سپکاويو سره مخ کېږي.
نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې نن يکشنبه د (چنګاښ په ۱۲مه) لېکلي، که څه هم مسوولانو د يادو ستونزو د حل ژمنه کړې، خو په خبره يې لا هم يادې ستونزې نه دي حل شوي.

خرم په تورخم او سپين بولدک له کرښې د اوښتو پرمهال د افغانانو د ستونزې پر اساسي حل ټينګار کړی او په يادو بندرونو کې يې د افغانانو ګڼېګوڼې ته په اشارې سره زياته کړې چې دامهال افغانان د درملنې، کار موندنې او دغه راز پر لوڼو د زدهکړو کولو په موخه بهر ته زياته مخه کړې ده.
بل خوا پرون په اسلامباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست سردار احمد شکېب هم په دواړو بندرونو کې د تګ راتګ ستونزې تائيد کړي دي. نوموړي له پاکستان غوښتي چې په دواړو بندرونو کې دې د تګ راتګ په موخه لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.
پرون په تورخم کې يوه کس لوی بار وړونکي موټر ته د ځان په ور اچولو سره ځان وژنه کړې. عيني شاهدانو ويلي، چې ياد کس غوښتل پر تذکره له کرښې دېخوا ته را ووړي؛ خو د پاکستاني ځواکونو له لوري له څو ورځو راهيسې اجازه نه ورکول کېده.