عبدالله عبدالله پاکستان ته له درې ورځني سفر وروسته تېره شپه بېرته هېواد ته راستون شوی وایي، هغه بحثونه یې چې له چارواکو، خلکو او بنسټونو سره درلودل، د افغانستان او پاکستان پر اړیکو به مثبت اغېز وکړي
له عبدالله سره تللی پلاوی وایي، اسلام اباد منلي، چې د کابل پر وړاندې به غلط سیاستونه نه تکراروي.
همداراز نوموړي زیاته کړې، پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی چې په یوې نوې کړنې سره به د جګړې د پای ته رسېدو او سولې ټینګښت په برخو کې له افغانستان سره مرستې وکړي
خو د پاکستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی عمر داوودزی بیا وايي، چې اسلام اباد په افغانستان کې د اوربند د رامنځته کېدو په هکله روښانه دریځ نه لري.
دا په داسې مهال ده، چې تېره ورځ ولسمشر غني بیاځلې پر وسلوالو