د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په کابل کې د امريکا د سفارت له شارزدافير راس ويلسن سره په ليدنه کې ويلي، د تاوتريخوالي کمول اړين دي.
عبدالله په دې ليدنه کې په وروستيو کې په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، د افغان حکومت او طالبانو تحريک د مرکچي پلاوو ترمنځ د مخامخ خبرو پيلېدو ته په کتو بايد تاوتریخوالی کم کړل شي.
نوموړي داسې مهال د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه څرګنده کړې چې په وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې جګړو او پر افغان سرتېرو د طالبانو بريدونو زور اخيستی دی.
له دې سره پر يو وخت دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې روانې دي، خو تر دې مهاله دې خبرو په افغانستان کې د جګړې له کمښت سره مرسته نه ده کړې.