دافغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په نوي ډیلي کې له اسوشیټډ پرس سره په تازه مرکه کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي، وضعیت ته په کتو د ټرمپ د دې اعلان په اړه ډېر څه نه شي ویلی خو په وینا یې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل کېدای شي پر وضعیت ناوړه اغېز ولري.
عبدالله عبدالله دغه راز زیاته کړې، ښایي د افغانستان د راتلونکي حکومت په تشکیل کې طالبان پام وړ نفوذ ولري او دا چاره د هېواد په خیر ده، ځکه دده په خبره، افغان دولت به له هغه وروسته له نورو هېوادونو سره هم اړیکې جوړې او پیاوړې کړي.
عبدالله زیاته کړې، په هېواد کې سراسري بشردوستانه اوربند اړین دی څو نړیواله ټولنه وکولی شي په افغانستان کې کلیدي مسائلو لکه فساد، د نظامي بودجې کمښت او نورو ستونزو ته په اسانۍ رسېدګي وکړي.