د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، له افغانستان د امریکایي سرتیرو وتل یو شمېر ځانګړو شرایطو پورې مربوط دي، او که هغه شرایط نه وي پوره شوي نو هر ډول بېړنی ګام بدې پایلې درلودلی شي.
عبدالله پرون پنجشنبې د اکټوبر ۸ (تلې۱۷) نوي ډيلي کې یو څېړنیز مرکز ته د وینا پر مهال وویل، القاعده او ځینې نورې ترهګرې ډلې لا هم سیمه کې فعالې دي او افغانستان او ګاونډیانو ته یې ګواښ پېښولی شي.
نوموړي زیاته کړه، تر هغې چې دا ترهګرې شبکې ځپل شوې نه وي، له افغانستان د نړیوالو ځواکونو وتل منفي پایلې درلودلی شي.
هغه له افغانستان د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د ډونالډ ټرمپ ټویټ ته په اشارې وویل، افغان حکومت خبر دی چې تر نومبر میاشتې به یو شمېر امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي، خو نوموړي ټینګار وکړ چې په اوږدمهال کې د افغانستان او ګاونډیانو مسوولیت دی چې په سیمه کې سوله او ثبات ټینګ کړي.