Home » افغانستان » عبدالله: سرپرست حکومت د عدالت او ملي يووالي د تامين مسوول دی

عبدالله: سرپرست حکومت د عدالت او ملي يووالي د تامين مسوول دی

د پخواني ملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله نن شنبه د (غبرګولي په ۲۱مه) له څه باندې يو مياشتني سفر وروسته بېرته هېواد ته راستون شو.

نوموړی چې د کابل په هوايي ډګر کې يې خبريانولانو ته خبرې کولې وويل، چې ياد سفر يې شخصي و او د خپلې کورنۍ د لېدنې په موخه له هېواد د باندې تللی و.

عبدالله زياته کړه چې يوازېنۍ هيله يې په افغانستان کې د عدالت، ملي يووالي او ملي مشارکت تامين دی، چې د نوموړي په خبره اوسنی سرپرست حکومت يې د تامين مسووليت لري.

عبدالله ځينې هغه اوازې چې ګواکې نوموړی، پخوانی ولسمشر حامد کرزی او يو شمېر نور پخواني چارواکي په نوې حکومت کې د امتياز ترلاسه کولو په موخه په افغانستان کې پاتې دي رد کړې او زياته يې کړه، چې ټول د افغانانو په توګه په خپل هېواد کې اوسېدل غواړي.

عبدالله عبدالله له کوچني اختر يوه ورځ وړاندې هند ته لاړ او له خپلې کورنۍ سره تر څه باندې يوې مياشتې پاتې کېدو وروسته، نن شنبه بېرته خپل هېواد ته راستون شو.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...