Home » افغانستان » عبدالله د مسکو په غونډه کې د افغان دولت په استازيتوب ګډون کوي

عبدالله د مسکو په غونډه کې د افغان دولت په استازيتوب ګډون کوي

د افغانستان ملي پخلاینې عالي شورا مشر داکتر عبدالله عبدلله د دولت په استازیتوب په مسکو کې د افغان سولې په غونډه کې ګډون او وینا کوي.

راپورونه وايي په مسکو کې دغه غونډه راروانه پنجشنبه جوړیږي، چې د طالبانو له لوري ۱۰ کسیز پلاوي به هم ګډون ولري.

د ملي پخلاینې عالي شورا یو سلاکار سید ظاهر مطهري په یاده غونډه کې د عبدالله عبدالله شتون مهم یاد کړ او وویل چې له طالبانو څخه مو هیله دا ده چې له دغه فرصت څخه د افغانانو په ګټه کار واخلي.

د راپورونو پر اساس په پام کې ده چې ترکیه کې هم د افغانانو ترمنځ یوه ناسته وشي، خو د افغان حکومت او د طالبانو ګډون په اړه څه نه دي ویل شوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...