Home » سپورټ » عبدالله بارکزى کرکټ بورد کې د فرهان یوسفزي مرستیال ټاکل شوی دی
رویداد خبري آژانس

عبدالله بارکزى کرکټ بورد کې د فرهان یوسفزي مرستیال ټاکل شوی دی

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي د کرکټ بورډ د مرستيال عمومي رييس يا ډپټي چيرمېن په توګه عبدالله بارکزى ټاکلى دى، خو په ټولنيزو رسنيو ورته غبرګون ښکار هشوى دى.

هغه مکتوب چې د عبدالله بارکزي د مقررۍ په تړاو عمومي رييس فرهان يوسفزي لاسليک کړى دى، خپلواک وېبپاڼې ترلاسه کړى دى.

په دغه مکتوب کې راغلي دي، چې عبدالله بارکزى د مديريت او کرکټ په برخه کې ډېره تجربه لري او د کارمندانو او لوبغاړو ترمنځ د ښې هماهنګۍ لپاره په دې بست ټاکل کېږي.

هغه مهال چې کله فرهان يوسفزى د کرکټ بورډ عمومي رييس وټاکل شو، نو عبدالله بارکزى يې له ځان سره خپل ستر سلاکار وټاکه، چې د نوموړي زياتره چارې عبدالله بارکزي ترسره کولې.

وروسته د واک په سر د پخواني اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي او عبدالله بارکزي ترمنځ لانجې راپورته شوې، چې عمومي رييس لطف الله ستانکزى له دندې ليرې کړ او عبدالله بارکزى يې استعفا ته اړ کړ.

که څه هم تراوسه پورې د کرکټ بورډ لپاره بل اجراييوي رييس نه دى ټاکل شوى، دغه بست ته ډېرى کسانو نومليکنه کړې ده او ښايي په نږدې ورځو کې له دغه کسانو سره مرکې وشي او يو کس ترې وټاکل شي.

خو د عبدالله بارکزي د عمومي رييس د مرستيال په توګه ټاکل کېدو په ټولنيزو رسنيو کې غبرګون هم راپورته کړى دى.

هغه کسان چې پخوا يې په کرکټ بورډ کې دندې ترسره کولې يا هم د کرکټ له چارو سره نږدې پاتې شوي دي، د نوموړي پر ټاکنه يې غبرګون ښکاره کړى دى.

بختيار ساحل، چې مخکې د ختيځ زون د کرکټ مسول او وروسته يې په کرکټ بورډ کې دنده ترسره کړې ده، په دې تړاو په خپل فېسبوک کې ليکلي دي، چې عبدالله بارکزى پخواني اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي منفک کړى و، خو بيا چيرمېن وخت ورکړ او استعفا يې ورکړه، چې اوس يې خپل مرستيال وټاکه. هغه وايي: ((اوس به کرکټران دې ماشوم ته ناست وي.))

عبدالله بارکزي څه موده وړاندې له خپلې دندې استعفا ورکړه.
دغه دی علت یې اوس مخې ته راغی. مرستیال چرمین مقرر شو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...