د ايران بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان د هلمند سيند په اوبو کې د ايران د حق په اړه د افغانستان له چلند شکايت کړی او ويلي يې دي، چې په دې برخه کې ايران له افغانستان څخه راضي نه دی.
نوموړي دا څرګندونې نن سېشنبه د (غويي په ۲۰مه) د ايران پارلمان ته کړې او زياته کړې يې ده، چې د اوبو په اړه يې د افغانستان بهرنيو چارو له سرپرست وزير اميرخان متقي او نورو اړوند ارګانونو سره له ډيپلوماټيکو لارو مذاکرات کړې.
د نوموړي په خبره ، د يادو هڅو په ترڅ کې د افغانستان سرپرست حکومت د ايران حقابه منلې او د هلمند سيند د اوبو خوشې کولو ژمنه يې کړې؛ خو عبداللهيان زياتوي چې لا هم افغانستان په دې برخه کې غوڅ عمل نه دی کړی.
نوموړي ويلي، چې له افغانستان سره د اوبو پر سر د شوو بحثونو په ترڅ کې د څه وخت لپاره د کمال خان بند اوبه پر ايران ور خوشې شوې؛ خو له بيا بندېدو سره يې د افغانستان سرپرست حکومت ادعا وکړه چې د هلمند سينديزې حوزې اوبه کمې شوي دي.
عبدللهيان زياته کړې، چې اسلامي امارت ترې په تېرو مذاکراتو کې د درې ميليون ډالرو غوښتنه کړې، څو ايران ته د هلنمد سيند د ټاکلې اندازه اوبو د ور بهولو په چاره يې ولګوي.
افغانستان تل ټينګار کړی چې له ايران سره د اوبو پرسر شوي تړون ژمن دی. عام ګومان دا دی، چې ايران له خپل حق څخه د زياتو اوبو غوښتونکی دی او له همدې کبله له دې هېواد سره د اوبو شوي تړون تطبيق له ستونزو سره مخ دی.