Home » افغانستان » عبدالله:سوله غواړو خو د ټپل شوې جګړې پر وړاندې کرار نه کېنو
رویداد خبري آژانس
د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله

عبدالله:سوله غواړو خو د ټپل شوې جګړې پر وړاندې کرار نه کېنو

د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي چې په هر ډول شرایطو کې به د سولې دروازې خلاصې وي خو زیاتوي چې د تپل شوې جګړې پر وړاندې هم په کرار نه کېني.

عبدالله عبدالله نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲۳مه نېټه) په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا طالبان ملامت کړل چې ګوندې تر اوسه پورې پر اساسي مسائلو خبرو ته نه دي چمتو شوي.

عبدالله ټینګار کړی دی چې د جګړې دوام د خلکو د مصیبت او غم زیاتولو پرته د یو لوري په ګټه هم نه دی.

عبدالله خبرداری ورکړی دی چې که چېرته طالبان د جګړې له لارې خپلو اهدافو ته د رسېدو هڅه کوي نو دا باید په یاد ولري چې هیڅ نتیجې ته نه شي رسېدلی.

هغه دغه راز د سولې پروسه کې د ښځو د حقونو پر ساتنه هم ټینګار کړی دی او په خبره یې د سولې پروسه کې مېرمنې څنډې ته نه پاتې کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...