Home » افغانستان » عبدالله:د سولې خبرو سره هم مهاله د تاوتریخوالي دوام افغانانو ته د منلو نه دی
رویداد خبري آژانس

عبدالله:د سولې خبرو سره هم مهاله د تاوتریخوالي دوام افغانانو ته د منلو نه دی

د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي، هیله لري چې په دوحه کې روانې بین الافغاني خبرې به په افغانستان کې د کلونو خونړۍ جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

نوموړي چې د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا انلاین ناستې ته یې خبرې کولې وویل، له بده مرغه چې د سولې خبرو له پیل سره هم‌مهاله د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه شوې ده او دا چاره افغانانو ته د منلو وړ نه ده.

هغه زیاته کړې، تمه لري چې تاوتریخوالی پام وړ کم او په افغانستان کې یو بشردوستانه سراسري اوربند تامین شي.

عبدالله زیاته کړې، افغان سوله د ټولې سیمې د ثبات لپاره اړینه ده او ټول هېوادونه باید په دې برخه کې بشپړه همکاري وکړي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، ژر به اسلام اباد ته په یو رسمي سفر لاړ شي او له پاکستاني چارواکو سره به د افغان سولې او پخلایني په اړه خبرې اترې وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...