د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ډاډ ورکړی دی چې امریکا به د سولې پروسه کې د افغانستان له خلکو سره وي او دغه راز به د افغان ځواکونو ملاتړ هم کوي.
ښاغلي عبدالله له واشنګټن څخه تر راستنېدو وروسته نن دوشنبه (د چنګاښ ۷مه نېټه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې سوله د افغانانو غوښتنه ده، خو که ورباندې تپل شوې جګړه دوام ومومي نو دوی بیا د ځان له دفاع پرته بله چاره نه لري.
نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې جګړه د حل لار نه ده او که چېرته طالبان د زور له لارې واک ته د رسېدو فکر کوي نو غلطه محاسبه یې کړې ده.
عبدالله د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې د سولې لپاره هڅې روانې دي او دی هیله من دی چې دا هڅې مثبته پایله ورکړي.