په مخکيني حکومت کې د ملي امنيت شورا مرستيال عبدالحکيم نورزی وايي، تجربو ښودلې چې په افغانستان کې ټولشموله حکومت پايله نه ده ورکړې او په خبره يې اوس يې د رامنځته کېدو اړتيا نه احساسېږي.
نوموړي د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست اميرخان متقي سره د ليدنې پرمهال ويلي، د بن له کنفرانس وروسته په افغانستان کې داسې حکومت رامنځته شو چې د څو خواوو له لوري وېشلی او په خبره يې د وزيرانو او نورو لورتبه مامورينو ترمنځ يې همغږۍ او اطاعت وجود نه درلود.
نورزي زياته کړې، بهرنيان په افغانستان کې د يوه داسې ټولشموله حکومت په لټه کې دي چې د مخالفو ډلو له لوري وېشلی او په کې د ننه د يادو ډلو له لوري جنجالونه دوامداره وي.
نوموړي دې ټولو ته په پام سره په افغانستان کې د ټولشموله حکومت رامنځته کول ناکامه تجربه او ان د افغانستان د بربادۍ لامل بللی دی.
نورزي ويلي، چې دی افغانستان ته د ټولشموله حکومت د رامنځته کېدو په نيت نه دی راستون شوی او زياته کړې يې ده چې د اړتيا پرمهال به د افغانستان د ژغورنې او بقا په موخه له اوسني سرپرست حکومت سره همکاري وکړي.
پر اوسني سپرست حکومت د خلکو او نړيوالو نيوکې دي، چې له يوه خاص روحاني قشر جوړ شوی او د ټولشموليت په موخه دې يې د افغانستان ټول بېلابېل اقشار په کې ور ګډ کړي.