Home » افغانستان » عبدالباقي حقاني: له لوړو زده‌کړو پرته، د ستونزو حل او د حکومت دوام نشي تضمينېدای

عبدالباقي حقاني: له لوړو زده‌کړو پرته، د ستونزو حل او د حکومت دوام نشي تضمينېدای

د لوړو زده‌کړو وزارت مخکينی سرپرست عبدالباقي حقاني په هېواد کې د اوسنيو ستونزو حل او د اوسني حکومت دوام پر لوړو زده‌کړو پورې تړلی بولي او زياتوي، چې له دې پرته د حکومت دوام او د ستونزو حل نه دی ممکن.

نوموړي دا څرګندونې نن شنبه د (تلې په ۳۰مه) لوړو زده‌کړو وزارت ته د سرپرست په توګه د ملا ندا محمد نديم د معرفت په غونډه کې وکړې.

حقاني ټينګار وکړ، د هېواد پياوړتيا او د خلکو د اړتياوو پوره کولو لپاره اړينه ده، چې د لوړو زده‌کړو برخې ته د يوې اساسي برخې په توګه پاملرنه وشي او په خبره يې په دې برخه کې بايد شته مسلکي ستونزې حل شي.

د نوموړي په خبره، که د لوړو زده‌کړو ميدان ته پاملرنه ونه شي نو د حکومت دوام او د خلکو د ستونزو حل په هېڅ صورت نه دی ممکن.

له دې سره د چارو ادارې عمومي رئيس انورالحق انور د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست په توګه د ندا محمد نديم ګمارنې ته په اشارې سره وايي، چې په حکومت کې ټولې ګمارنې رڼې او د وړتياوو پر اساس دي.

نوموړي د تېر حکومت مسوولان پر ځان غوښتنه او مالي فساد تورن کړل او زياته يې کړه، چې اوسني چارواکي بيا په خپلو مسووليتونو کې د هغوی برعکس دي.

انور هم په افغانستان کې لوړې زده‌کړې حياتي وبللې او ويې ويل، چې په لوړو زده‌کړو پورې د ولس راتلونکی تړلی او بايده دي ځانګړې پاملرنه ورته وشي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...