Home » سپورټ » عباس کریمي، د پاریس په پارالمپیک کې د سپینو زرو مډال وګاټه

عباس کریمي، د پاریس په پارالمپیک کې د سپینو زرو مډال وګاټه

افغان لامبو وهونکي، عباس کریمي د امریکا د لامبو وهنې د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره د پاریس د المپیک لوبو په دویمه ورځ د سپینو زرو کډال ګټلی او د هېواد لپاره یې د پاراالمپیک لومړنی مډال ترلاسه کړی دی.

ښاغلي کریمي څلور په پنځو مترو ځای کې د دوه ساعته، ۱۸ دقیقو او ۸۸ ثانیو لامبو وهنې سره دویم مقام ترلاسه کړی. په دې سيالۍ کې چينايي لوبغاړي په ٢:١٤.٩٨ ساعتو سره د سرو زرو مډال ګټلی دی.

عباس کریمي ۲۷ کاله عمر لري او په کابل کې زیږېدلی. هغه په ​​۱۳ کلنۍ کې لامبو وهل پیل کړل او په ۱۶ کلنۍ کې له افغانستان څخه ووت. په ترکیه کې له څه مودې تېرولو وروسته امریکا ته ولاړ او په ۲۰۲۲ کال کې د امریکا تابعیت ورکړل شو.

دا بریا په داسې حال کې ترلاسه شوه چې د پنجشنبې په ورځ د وږي په ۸ مه، د افغانستان د ټکوانډو لوبغاړې ذکیه خدادادي چې د پاریس ۲۰۲۴ پارالمپیک سیالیو کې د کډوالو د ټیم غړې وه، هم د برونزو د مډال په ګټلو سره تاریخي بریا ترلاسه کړې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...