د بهرنيو چارو وزارت سیاسی معين شېر محمد عباس ستانکزی له مودې وروسته د رسنيو پر وړاندې راڅرګند او د لومړي ځل لپاره په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت پر کارونو نيوکې وکړې.
نوموړي نن يکشنبه د (غبرګولي په لومړۍ) د اسلامي امارت د مخکيني رهبر اختر محمد منصور ۶م تلين په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې وويل، که څه هم حکومت د خپلې څو مياشتنۍ واکمنۍ پرمهال په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه؛ خو د نوموړي په خبره دا هڅې کافي نه دي او ډېر کار ته اړتيا ده.
ستانکزي نجونې او ميرمنې د افغانستان د ټولنې نيمايي برخه ياده کړه؛ خو زياته يې کړه چې تر اوسه د حکومت له لوري د ټولنې دې نيمايي قشر ته کافي حقونه نه دي ورکړل شوي.
نوموړي نيوکه وکړه، چې نجونو او ميرمنو ته د زدهکړو په برخه کې حقونه نه دي ورکړل شوي او اړتيا ده چې د ښوونځيو او مدرسو په پرانيستو سره ورته د زدهکړو پراخه زمينه برابره شي.
ستانکزی وايي،چې د لوږې او بېروزګارۍ له امله خلک له هېواد څخه د تېښتې په حال کې دي او اړتيا ده چې حکومت په کور دننه له داسې اقتصادي ميکانېزمونو ګټه والي، چې له مخې يې د عامو افغانانو اقتصادي ستونزې حل شي.
نوموړي د اسلامي امارت پر چارواکو نيوکه وکړه چې د شهيدانو د وارثانو يې په هېڅ شکل پوښتنه نه ده کړې او ستونزو ته يې رسېدنه هم نه ده شوې. نوموړي زياته کړه، چې حکومت دامهال د شهيدانو له کورنيو سره د مرستې په موخه کافي امکانات لري او بايده دي چې له يادو امکاناتو په ګټنې سره د شهيدانو وارثانو ته رسېدنه وکړي.
له مودې را وروسته دا لومړی ځل چې د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين په ورته لويو مراسمو کې د رسنيو پر وړاندې راڅرګندېږي او د اسلامي امارت پر چارواکو نيوکې کوي.