د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکز وايي، د افغانستان په شمول د هر هېوادو پرمختګ پر زدهکړو او تعليم پورې تړلی او په خبره يې سرپرست حکومت ژمن دی، چې خلکو ته د زدهکړو حق ورکړي.
نوموړي نن چهارشنبه د (زمري په ۵مه) په هلمند کې د کجکي د برېښنا بند د دويمې برخې ګټې اخيستنې ته د سپارلو په مناسبت جوړو شوو مراسم ته وويل، افغانستان او د نړۍ هېوادونه هغه وخت پرمختګ کولی شي چې پوهنتونونه، ښوونځي او مدرسې يې د خلکو پرمخ پرانيستې وي او زياتوي چې سرپرست حکومت به په برابره توګه د ټولو افغانانو پرمخ د تعليم دروازې خلاصې کړي.

ستانکزي که څه هم په ځانګړې توګه د نجونو د زدهکړو او له شپږم ټولګي د نجونو پورته ښوونځيو د تړلو دوام په اړه په ډاګه څه ونه ويل ويل؛ خو د تعليم په برخه کې د نوموړي څرګندونې د نجونو زدهکړو ته واضيح اشاره وه.
ستانکزي زياته کړه، چې د سياست او تعليم د پياړوتيا په برخو کې ډېر کار ته اړتيا ده او په باور يې، اړوند مسوولان به په دې برخو کې هر راز هڅو ته دوام ورکړي.
نوموړي د لوږې او بېروزګارۍ ختمول او په ټوله کې د اقتصادي ستونزو حل، د حکومت مسووليت ياد کړ او زياته يې کړه چې داستونزې به په تدريج سره حل شي.
په ورته وخت کې عباس ستانکزي د سرپرست حکومت پر سياسي مخالفانو غږ وکړ، چې بېرته د عادي ژوند کولو په موخه هېواد ته راستانه شي او په خبره يې حکومت ورسره د بښنې فرمان پر بنسټ حساب او کتاب نه کوي.
نوموړي يادو مخالفانو ته په خطاب کې زياته کړه، چې دامهال په افغانستان کې د جګړې فرصت نشته او نه هم حکومت چا ته اجازه ورکوي، چې د افغانستان داخلي امنيت ته خطر پېښ کړي.
له دې وړاندې د حکومت نورو چارواکو هم په وار وار له خپلو سياسي مخالفانو غوښتي، هېواد ته ستانه شي او په افغانستان کې ژوند کولو ته دوام ورکړي.
په دې ترڅ کې که څه هم ځيني کسان بېرته راستانه شوي، خو ګڼ شمېر نور مخکيني سياسون لا هم له افغانستان څخه د باندې په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت دي.