Home » افغانستان » عباس ستانکزی: د ښوونځي دروازې بايد خلاصې شي؛ ګني مخالفان دې يې دلايل ووايي

عباس ستانکزی: د ښوونځي دروازې بايد خلاصې شي؛ ګني مخالفان دې يې دلايل ووايي

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې يوار بيا د حکومت لاسته راوړنو ترڅنګ پر يو شمېر برخو نيوکې وکړې او له مسوولانو يې وغوښتل چې په يادو برخو کې نيمګړتياوو ته متوجې شي.

نوموړي چې نن سې‌شنبه د (تلې په ۵مه) يې د ګرځندوی نړيوالې ورځې په مناسبت جوړو شوو مراسمو ته خبرې کولې وويل، چې زده‌کړې د نجونو بشپړ شرعي حق دی او حکومت دې يې ژر تر ژره پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي.

ستانکزي زياته کړه، چې د ښوونځيو دروازو پرانيستل د ولس غوښتنه ده او د خلکو دا شرعي غوښتنه بايد ومنل شي، ګني د نوموړي په خبره د ښوونځيو مخالفان دې په دې اړه خپل دلايل وړاندې کړي.

نوموړي د پوهنې وزارت له نوي وزير حبيب‌الله اغا وغوښتل، چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو د پرانيستو په برخه کې جدي عمل وکړي څو نجوني ښوونځيو ته لاړې شي او د وطن په ابادۍ کې ونډه واخلي.

شېر محمد عباس ستانکزي د هغو ادعاوو له امله چې د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف او د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو په افغانستان کې د ترهګرۍ د موجوديت په اړه کړي، کلکې نيوکې وکړې.

ستانکزي زياته کړه، چې يادې ادعاوې فردي دي او د پاکستان د ولس د نبض خلاف دي. نوموړي د پاکستان له ولس وغوښتل، چې خپلو سياسونو ته په راتلونکي کې د ورته داسې څرګندونو اجازه ورنه کړي، چې اسناد او شواهد يې نه موجود.

نوموړي پر پاکستان د نيوکو په ترڅ کې که څه هم واضيح د دې هېواد نوم ياد نه کړ خو ويې ويل، چې د افغانستان خاورې ته ترې د بريدونو په موخه د امريکا بې‌پيلوټه الوتکو رادننه کېدو په اړه اسناد په لاس کې لري او د يادو الوتکو د هر بريد په بدل کې ميليونونه ډالر ترلاسه کوي.

شېر محمد عباس ستانکزي زياته کړه، چې پاکستان د تېرو شلو کلونو پرمهال د افغانستان پر جګړې سوداګري کړې او دا سوداګري لا هم دوام لري. هغه ټينګار وکړ چې پاکستان بايد د خپلو اقتصادي ستونزو د حل او دغلته د لوږې مخنيوي په موخه له سالمې بديلې لارې کار واخلي او نور دې د افغانستان پر وړاندې د جګړې له سوداګرۍ لاس واخلي. هغه زياته کړه:

پاکستان په بد حالت کې دی او دا څرګندونې يې په کلکه غندو. څوک چې قرضد نه درکوي ستا مشکل دی خو د افغانستان پر سر به تجارت نه کوي.

ستانکزي په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مواردو د امريکا سرغړونو ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه، په ياده هوکړه کې امريکا منلې وه چې د افغانستان نوی حکومت به په رسميت پېژني او خپل ډيپلوماټيک مرکزونه به په دې هېواد کې فعال ساتي؛ خو د نوموړي په خبره امريکا په دې برخه کې برعکس عمل وکړ.

ستانکزي له ګاونډيو هېوادونو هم وغوښتل، چې د افغانستان په سوله او ثبات کې له افغانستان سره همکاري وکړي؛ ځکه د نوموړي په خبره دا کار د سيمې او ګاونډيو هېوادونو په ګټه دی. نوموړی زياتوي:

له ګاونډيو غواړو چې د افغانستان په سوله او ثبات کې کلکه همکاري وکړي. دا د دوی په ګټه هم دی که وضعيت خرابېږي او يا هم افغانستان کورنۍ جګړې ته ځي، نو دا اور به د دوی لمن هم نيسي.

شېر محمد عباس ستانکزي له امنيتي ځواکونو هم وغوښتل چې له ولس سره نرم او سالم چلند وکړي. د نوموړي په خبره ولس بايد ونه ځورول او د يوه کس په خاطر بايد کلی او ولسوالي له ستونزو سره مخ نه شي. د هغه په خبره:

تاريخ ثابته کړې چې هره ډله چې واک ته رسېدلې، که ولس ورسره په څنګ کې نه وي ولاړ، نو ژر حکومت له منځه ځي.

نوموړي ټينګا ورکړ چې له خلکو سره د ښه چلند له لارې دې ولس خپل کړي او د دوی ستونزو ته دې پر وخت رسېدنه وکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...