عام افغان نيوکه کوي چې پر ښځو او په ځانګړې توګه د ټلوېزيونونو پر ښځينه وياندويانو وروستي بنديزونه ناسمه پرېکړه ده او د اسلامي امارت چارواکي دې دا پرېکړه بېرته واخلي.
د کابل ښار اوسېدونکی معصوم نيکمل وايي، حجاب په اسلام کې په روښانه ډول تعريف شوی او د ميرمنو مخ په کې له دې امر څخه مستثنا دي.
نوموړی زياتوي چې دا ډول بنديزونه په ټولنه کې بې باوري او ناهيلي زياتوي او په خبره يې هر څه ژر دې اسلامي امارت په دې اړه کړې پرېکړه بېرته واخلي.
د کابل ښار بل اوسېدونکی عبېد روان هم ورته نظر لري او ټينګار کوي، چې حکومت دې په وړو مسايلو کې پر ولس د فشار زياتولو پر ځای پر اساسي مسايلو تمرکز وکړي.
له دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په ټلوېزيونونو کې د ښځينه وياندويانو د مخ پوښلو له پرېکړې سره مخالفت ښودلی او ويلي يې دي، چې وياندويانې دې د حکومت دغه امر نه پر ځای کوي.
خو اسلامي امارت بيا د نوموړي دغه څرګندونې د بحث وړ نه دي بللي.