د عامې روغتیا وزارت چارواکو په پلازمینه کې د موسمي ناروغیو د زیاتوالي خبر ورکوي او اعلان یې کړی چې په تېرو دریو میاشتو کې له یاد وزارت سره د تنفسي ناروغیو نږدې دوه میلیونه ناروغان ثبت شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل هم د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.
هغه زیاته کړې: “په تېرو دریو میاشتو کې د ترلاسه شویو شمېرو له مخې، نږدې دوه میلیونه هېوادوالو د ټوخي یا تنفسي ستونزو له امله روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې ده.”
د ډاکټرانو په وینا، د خلکو تر ټولو عامه موسمي ناروغي په ګرم موسم کې اسهال او په ساړه موسم کې سینه بغل دي چې ډېری ماشومان په دې ناروغیو اخته کېږي.
د هوا ککړتیا، د سړک غاړې خواړه او د روغتیايي لارښوونو نه مراعاتول هغه لاملونه دي، چې په هر موسم کې د هېوادوالو د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.