په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانۍ استازې عادله راز وايي، له افغان حکومت سره د امريکا وروستي چلند ته په پام سره افغانان د راتلونکي په اړه د امريکا پر سياستونو بې باوره شوي.
نوموړې له اکسيوس امريکايۍ ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې ويلي، ښايي د افغانستان په اړه د امريکا پر سياستونو د افغان ولس بيا باوري کول ډېر وخت ونيسي او په خبره يې دا کار د امريکا لپاره په لنډ وخت کې هېڅ امکان نه دی.
نوموړې د اکسيوس دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا خپله د امريکا پر سياست باوري ده؟ وويل، په افغانستان کې وروستيو تحوولاتو ته په پام سره هېڅ د امريکا او حتا د تېر حکومت چې نوموړې په کې ډيپلوماټيک ماموريت په غاړه درلود، هېڅ باور نه لري.
عادلې راز دغه راز زياته کړې چې امريکا د ډيموکراسۍ د يوه سرلاري هېواد په توګه په افغانستان کې د وروستۍ پرېکړې له امله چې له ډيموکراسۍ سره يې همکاري ونه کړه، خپله دغه سرلاري تر پوښتنې لاندې راوستې ده.
نوموړي دا هم ويلي، که څه هم امريکا د افغان مېرمنو برخليک ته په ارزښت قايل ده خو نشي کولی چې په نورو هېوادونو کې د ښځو د حقونو مدافع په توګه ځان څرکند کړي.
نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د تېر اګسټ په ۱۵مه په داسې حال کې امريکايي ځواکونو لا هم په افغانستان کې حضور درلود، طالبانو پر کابل د ولکې په ټينګولو سره د ټولو هېواد واګې په لاس کې واخيستې.