Home » افغانستان » ظرافت کارخونه؛ د حکاکي هنر د ترویج او ودې هڅې

ظرافت کارخونه؛ د حکاکي هنر د ترویج او ودې هڅې

پر لرګیو د سکنې د بېلابېلو شکلونو حک‌کولو ته حکاکي ویل کېږي. د «ظرافت» په نوم د نورستاني حکاکي هغه کارخونه ده چې پکې څه کم ۳۰ ښځینه او نارینه زده کوونکي په لرګینو توکو کې د حکاکۍ هنر پر زده کولو بوخت دي او هڅه کوي چې په خپلو مهارتونو سره دغه هنر نندارې ته وړاندې کړي.

خاتمه حسیني، د ظرافت کارخونې مسوول مدیره ده. هغه د حکاکي په برخه کې پینځه کلنه تجربه لري او وایي: “له کوچنوالي مې له دې هنر سره ډېره مینه درلوده، پینځه کاله وړاندې مې په کابل کې د یو بهرني هېواد لخوا په یو روزنیز کورس کې برخه واخیستله او د نورستاني حکاکۍ هنر مې زده کړ، له هغې وروسته مې وکولای شول چې خپله یوه هنري کارخونه پرانیزم.”

د حکاکي هنر د خلکو لپاره یو ناپېژانده هنر دی او لا هم نه پوهېږي چې دا هنر څنګه رامنځته کېږي.
خاتمه په دې اړه زیاتوي: “د بشپړې حکاکۍ د جوړولو لپاره لومړی اړوند لرګي پېرو، ډیزاین کوو یې او بیا یې نجار سپارو، له هغې وروسته یې کېندنه کوو، پالش کوو یې او د پلور لپاره یې چمتو کوو.

د یادولو ده چې د حکاکۍ لپاره له هر ډول لرګیو څخه ګټه نه اخیستل کېږي، په دې تړاو اغلې حسیني وویل: “موږ د حکاکي لپاره د چهارمغز او ارچې له لرګیو ګټه اخلو، ځکه دا هغه لرګي دي چې په اسانۍ سره کیندل کېږي او د حکاکۍ لپاره مناسب دي.”

د هر نوي کار پیل ستونزې لري سلما نوري د ظرافت کارخونې یوه زده کوونکې وایي: “څلور میاشتې کېږي چې د حکاکۍ زده کړه مې پیل کړې، په دې موده کې مې ډېر څه زده کړي، لومړی هرڅه راته ستونزمن ښکارېدل، خو د وخت په تېرېدو راته اسانه شول.”

بلخوا یو شمېر حکاکان وایي چې په افغانستان کې ډېری خلک لا هم د دې هنر په اړه پوهه نه لري او په وینا یې چې د دوی موخه د دغه هنر په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکول او د هېواد هنرونه نړیوالو ته ور وپېژندل دي.

ظرافت کارخونه په لرغوني هنر کې د ځوان نسل روزلو ترڅنګ، هڅه کوي چې د حکاکۍ هنر نړيوالو ته ور وپېژني او د افغانستان د کلتوري پانګې برخه یي وګرځوي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...