Home » افغانستان » “ط.البان او نړيوال مرستندويان دې د افغانستان اقتصاد په پرانيستو کې ګډ عمل وکړي”

“ط.البان او نړيوال مرستندويان دې د افغانستان اقتصاد په پرانيستو کې ګډ عمل وکړي”

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان يو وار بيا په افغانستان کې پر روان بشري ناورين اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې لا هم په نوموړي هېواد کې بشري ناورين نه دی مهار شوی.

د بشري حقونو د څار نړيول سازمان د ښځو برخې مسوولې هيدر بار په خپل ټوېټر کې پرون جمعه د (غبرګولي په ۱۳مه) ويلي، چې د افغانستان بشري ناورين ته په پام سره دې نړيوال مرستندويان له دې هېواد سره خپلې مرستې جاري وساتي.

نوموړې ويلي، تر ټولو اړينه دا ده څو نړيوال مرستندويان او طالبان د افغانستان د اقتصاد پرانيستو په موخه ګډ کار او عمل وکړي. هيدر بار خبرداری ورکړی، چې د افغانستان بشري وضعيت په مهارولو کې ځنډ کولی شي چې د خلکو د مرګ سبب وګرځي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د لومړنيو توکو بيې ورځ تر بلې لوړېږي او برعکس د خلکو عايد د تېرو کلونو په پرتله په مراتبو کم شوي دي.

د ملګرو ملتونو وروستۍ شمېرې ښيي، چې دامهال د افغانستان د نفوسو له نيمايي زياته برخه د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او له امله ۲۴ميليونه افغانان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...