Home » افغانستان » “ط.البانو اسماعېل خان ته په حکومت کې د ونډې اخيستو وړانديز کړی”

“ط.البانو اسماعېل خان ته په حکومت کې د ونډې اخيستو وړانديز کړی”

سپوټنيک خبري اژانس د يوې باوري سرچينې په حواله راپور ورکړی چې د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي ايران ته د خپل سفر په ترڅ کې، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان په منځګړيتوب له پخواني جهادي رهبر اسماعېل خان سره لېدلي دي.

د راپور له مخې د يادې لېدنې پرمهال متقي وړانديز کړی، چې اسماعېل خان دې د خپل قومندانانو په شمول شل کسان اسلامي امارت ته معرفي کړي او د يادو شلو کسانو په ګمارلو سره به اسلامي امارت اسماعېل خان ته په حکومت کې ونډه ورکوي.

د سپوټنيک اژانس د راپور له مخې، اسماعېل خان د اسلامي امارت له لوري پر دغه وړانديز د غور کولو په موخه، د راتلونکي وري مياشتې تر ۵مې نېټې مهلت غوښتی دی.

تر اوسه اسلامي امارت په رسمي توګه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...