Home » فرهنګی او ټولنیز » طاهر زهیر:د فرهنګي میراثونو ساتنه د ټولو مسوولیت دی
رویداد خبري آژانس
د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت سرپرست وزیر،محمد طاهر زهیر

طاهر زهیر:د فرهنګي میراثونو ساتنه د ټولو مسوولیت دی

دافغانستان د اطلاعات او کلتور سرپرست وزیر محمد طاهر زهیر پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د فرهنګي میراثونو د ساتنې برخه کې فعاله ونډه واخلي.

محمد طاهر زهیر نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه نېټه) په کابل کې یوې خبري کنفرانس ته وویل چې ځینې فرصت طلبه کسان په هېواد کې له روانو ناامنیو څخه په استفادې هڅه کوي چې فرهنګي میراثونه د نابودۍ له ګواښ سره مخ کړي.

بلخوا د کلتور او هنر معین هارون حکیمي هم فرهنګي میراثونه د خلکو ملکیت بللی او زیاته کړې یې ده چې هېوادوال دې په ناامنو سیمو کې د خپلو فرهنګي میراثونو په ساتنه او پالنه کې همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د دغه وزارت نشراتي معین ویلي چې ځینې خلک په رسنیو ځانګړې توګه په ټولنیزو رسنیو کې د بیان مثبتې او منفي ازادۍ ته له پام پرته خبرونه خپروي او په خبره یې ټولو ته په کار ده چې د دې مسئلې عمق ته په پام د منفي خبرونو او اوازو له خپرولو ډډه وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...