Home » افغانستان » سهيل شاهين: له ګاونډیو هېوادونو سره نظامي اړیکې نه، خو سیاسي اړیکې لري
رویداد خبري آژانس

سهيل شاهين: له ګاونډیو هېوادونو سره نظامي اړیکې نه، خو سیاسي اړیکې لري

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، له ایران سره اړیکې تایید کړې خو له روسیې څخه یې د وسلو تر لاسه کولو ادعا رد کړې ده.

سهیل شاهین له ریانواسټي خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، دوی له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې لري خو په وینا یې دا اړیکې سیاسي دي نه نظامي.

طالبانو ویلي، ایران د افغان کشالې سوله ییز حل غواړي او دا چې په دې وروستیو کې یې د سولې خبرو کوربتوب ته چمتوالی ښودلی، دوی یې هرکلی کوي.

سهیل شاهین ویلي، دوی له ګاونډیو هېوادونو سره یوازې سیاسي اړیکې لري او په راتلونکې کې هم ورته دوام ورکوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...