Home » افغانستان » طالبان: په افغانستان کې د ګډ حکومت جوړولو هڅې روانې دي

طالبان: په افغانستان کې د ګډ حکومت جوړولو هڅې روانې دي

د طالبانو لوړپوړو چاروکو خبر ورکړی چې په افغانستان کې د يوه داسې حکومت د جوړولو لپاره يې هڅې جاري ساتلي، چې په کې د دغه هېواد ټول اقشار خپل ونډه احساس کړي.

دا خبرې د رئيس‌الوزرا دويم مرستيال عبدالسلام حنفي پرون ناوخته په کابل کې د ايران له سفير سره د لېدنې پرمهال کړې دي. نوموړي زياته کړې، هڅه کوي چې جوړېدونکی ګډ حکومت متخصص او ټول‌شموله وي.

له دې سره عبدالسلام حنفي ټينګار کړی چې نړيواله ټولنه دې د افغانستان د کنګل شوې شتمۍ په ازادولو کې همکاري وکړي او اجازه دې ورکړي چې افغانستان له خپلې دې شتمنۍ په اقتصادي پياوړتيا کې ګټه واخلي.

په ورته وخت کې د ايران سفارت خبر ورکړی چې له عبدالسلام حنفي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي اړيکو او دغه راز کابل ته د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي کاظمي قمي د وروستي سفر په ترڅ کې د هوکړه شويو مرادو پر تعقيب خبرې شوي دي.

دې سفارت ويلي چې ايراني لوري له افغانستان سره د بشري مرستو د د وام په اړه ډاډ ورکړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...