Home » افغانستان » طالبان: ولس دې د اقتصادي ستونزو پر وړاندې د استقامت او زغم په موخه يو موټی شي

طالبان: ولس دې د اقتصادي ستونزو پر وړاندې د استقامت او زغم په موخه يو موټی شي

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر غړی سهېل شاهين وايي، په افغانستان کې موجوده ستونزو ته په پام سره اړتيا ده چې ولس د وضعيت پر وړاندې يو موټی او متحد شي.

نوموړي نن پنج‌شنبه د (مرغومي په ۲مه) په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، ولس ته په کار ته ده چې د غوره پلان جوړونې لپاره په يووالي سره د ستونزو او په ځانکړې توګه د اقتصادي ستونزو پر وړاندې صبر او استقامت اختيار کړي.

شاهين زياته کړې چې افغانان هم د ولس په توګه په نړۍ کې د قومونو ترمنځ د باعزته اوسېدونې مستحق دي.

نوموړی دا څرکندونې داسې مهال کوي چې په اوس کې د افغانستان شاوخوا ۲۳ ميليونه وګړي چې له نيمايي زيات نفوس کېږي، له لوږې سره مخ دی او ان د نړيوالو سازمانونو له لوري داسې اټکل شوی چې پر وخت د مرستو او امکاناتو نه رسېدو له امله ښايي، د افغانستان شاوخوا ۱۴ ميليونه وګړي له شديدې لوږې سره مخ شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...