Home » افغانستان » طالبان له يوې بهرنۍ کمپنۍ سره د قرارداد له لارې د چرسو کرل قانوني کوي

طالبان له يوې بهرنۍ کمپنۍ سره د قرارداد له لارې د چرسو کرل قانوني کوي

کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت يو شمېر چارواکو د Cpharm په نوم د پروسيس بهرنۍ کمپنۍ له مسوولانو سره ليدلي او او زياتوي چې په پام کې ده يادې کمپنۍ ته د چرکو د پروسيس قرارداد ورکړل شي.

د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعيد خوستي په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، د Cpharm کمپني غواړي په افغانستان کې د چرسو د پروسيس نماينده‌ګي جوړه کړي او په خبره يې له دې کار سره به په هیواد کې چرس یوازې د نوموړې کمپنۍ له لوري پېرل کېږي چې دغه کمپني به ترې درمل جوړي.

خوستي زياته کړې چې دامهال په کلنۍ توګه په افغانستان کې پر ۲۰زره جرېبه ځمکه چرس کرل کېږي او د Cpharm کمپنۍ مسوولانو ورته پر ۳۰زره جرېبه ځمکه د چرسو کرلو د اړتيا وړانديز کړی دی.

نوموړي ويلي، چې د Cpharm له کمپنۍ سره په دې برخه کې د قرارداد ټول مراحل بشپړ شوي او په نږدې راتلونکي کې به د قرارداد له لاسليک سره سم، نوموړې کمپني په افغانستان کې ۴۵۰ مېليونه ډالر پانګونه وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...