Home » افغانستان » طالبان دې د رسمیت پېژندنې لپاره ټول ګډونه حکومت جوړ کړي

طالبان دې د رسمیت پېژندنې لپاره ټول ګډونه حکومت جوړ کړي

د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف وايي، مسکو به د طالبانو حکومت تر هغه مهاله په رسمیت ونه پېژني چې د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړولو په ګډون د نړیوالو معیارونو په اساس خپل مکلفیتونه ترسره نه کړي.

لاوروف دا څرګندونې بېګا د ملګرو ملتونو په مقر کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.

هغه وویل چې طالبان یو حقیقت دی او باید خبرې ورسره وشي، خو زیاته یې کړه چې اساسي بشري حقونو، له هغې ډلې د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی هم د رسمیت پېژندنې له مهمو معیارونو څخه دی.

د طالبانو حکومت تراوسه د نړې هېڅ هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...