Home » افغانستان » طالبانو پر الاقصا جومات د سرائيلي ځواکونو بريد وغنده

طالبانو پر الاقصا جومات د سرائيلي ځواکونو بريد وغنده

د افغانستان سرپرست حکومت د غزې په الاقصا جومات کې پر لمونځ کوونکو د اسرائيلي ځواکونو بريد غندلی او دا کار يې بشري جنايت بللی دی.

بهرنيو چارو وزارت نن شنبه د (وري په ۲۷مه) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې نړيوال بايد د فلسطيني وګړو د حقونو اعادې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

په اعلاميه کې په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو غوښتل شوي، چې د فلسطينيانو د حقونو اعادې په موخه دې کوټلي او عملي ګامونه واخلي.

اسرائيلي ځواکونو پرون جمعه د لمانځه پرمهال په الاقصا جومات کې پر خلکو ډزې وکړې او د يادو ډزو په پايله کې له ۱۵۰ تنو زيات لمونځ کوونکي ټپيان شول.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...