طالبانو خبر ورکړی چې په هلمند ولایت کې يې د حکومت ۳۰ تنه سرتیري له خپلو زندانونو څخه خوشې کړي دي.
قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ” سهیل شاهین ” تېره ورځ په دې اړه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي،چې هلمند کې د اسلامي امارت له زندان څخه د حکومت ۳۰ تنه عسکر ازاد کړي او د مرستې له ورکولو وروسته خپلو کورنیو ته استول شوي دي.

د طالبانو له لوري د افغان حکومت اړوند دیرش تنه بندیان داسې مهال خوشې کیږي چې تېره ورځ حکومت لخوا هم ۵۱ تنه طالب بندیان له بګرام زندان څخه خوشې شوي وو.
باید وویل شې چې طالبانو تل ويلي کې د دوحې تړون ژمنې عملي شي او د دوی پنځه زره بندیان خوشې شي، دوی تیار دي چې د یوې اوونۍ دننه بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.