طالبانو تېره شپه د سرپل او جوزجان ترمنځ د لویې لارې په اوږدو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډلهییز بریدونه وکړل.
د سرپل د والي ویاند ذبیحالله اماني وایي، بریدونه نیمه شپه پيل او تر سهارهیې دوام وکړ چې ترڅ کې یې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړه: “بریدونو تر سهار پورې دوام درلود، د دښمن بریدونه له سیمې په شا وتمبول شول، له نېکه مرغه د شپې موږ ته هوایي مرسته راورسېده، د امنیتي ځواکونو د هوایي او ځمکنیو بریدونو له کبله د ابو هریره په ګډون چې د طالبانو یو ډلګی مشر و، ۱۰ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.”
اماني وایي، ناتأیید شوي راپورونه ور رسېدلي چې د صیاد لپاره د طالبانو ولسوال هم برید کې ټپي شوی دی.
بلخوا په کندهار کې د پوځ مسؤلین ادعا کوي چې میوند ولسوالۍ کې تېره شپه د افغان ځواکونو دفاعي برید کې ۲۷ طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.
هلته د ۲۰۵ اتل قول اردو وایي، طالبانو دغه بریدونه تېره شپه د کلانچې او موشان پر پوستو وکړل.
د افغانستان دفاع وزارت نن سهار وویل چې د کابل د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم د طالبانو د تېرې ورځې برید شنډ شوی دی.
طالبانو تر اوسه د درې واړو پېښو په اړه څه نهدي ویلي.