Home » افغانستان » طالبانو د ملګرو ملتونو له امنيت شورا د سفر معافيت د تمديد غوښتنه کړې

طالبانو د ملګرو ملتونو له امنيت شورا د سفر معافيت د تمديد غوښتنه کړې

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت چارواکو د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په خطاب کې ويلي، چې د سرپرست حکومت پر چارواکو له لګول شوو بنديزونو بايد د فشار وسيله په توګه استفاده ونه شي.

د دې وزارت وياند عبدالقهار بلخي پرون شنبه د (زمري په ۲۹مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، که پر طالب چارواکو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لوري د سفر بنديز وضعه شي، نو له امله يې له نړيوالو سره په تعامل او مذاکراتو کې واټن رامنځته کېدای شي.

نوموړي زياته کړې، چې د دوحې د هوکړې له مخې بايد له طالب چارواکو ټول لګول شوي بنديزونه لرې شي او په دې توګه دې په بشپړ ډول د يادې هوکړې عملي کولو ته زمينه برابره شي.

د بلخي په خبره، د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړي بايد وپوهېږي چې ځينې کړۍ د افغانستان او نړۍ ترمنځ د واټن رامنځته کولو هڅه کوي او په خبره يې دغه کار د هېڅ لوري په ګټه نه دی.

د طالبانو ۱۳ مهمو چارواکو لپاره د سفر ورکړی شوی معافيت د تېرې جمعې په ورځ پای ته ورسېد؛ خو دا چې ياد معافيت به تمديد شي او که نه؟ په اړه د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د نظر اختلاف موجودی دی.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنيت غړي هېوادونه به د راتلونکې دوشنبې په ورځ په دې اړه پرېکړه وکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...