Home » افغانستان » طالبانو د لوګر د برکي برک ولسوال پر کور برید کړی
رویداد خبري آژانس

طالبانو د لوګر د برکي برک ولسوال پر کور برید کړی

تېره شپه وسله والو طالبانو د لوګر د محمداغې ولسوالۍ په ګمران سیمه کې د دې ولایت د برکي برک ولسوال احمدویس عبدالرحیمزي پر کور وسله وال برید کړی دی.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ ویلي چې په یاده پېښه کې ولسوال ته کوم زیان نه دی اوښتی،خو دریو کسانو په کې مرګ ژوبله اوښتې ده،

د لونګ په وینا، په برید کې د ولسوال ورور حشمت الله عبدالرحیمزی او یو ساتونکی یې ابراهیم وژل شوي او یو ورور یې ټپي دی.

د لوګر د والي ویاند په پېښه کې وسله والو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سولې بین الافغاني مذاکراتو د پیل سربېره د لوګر خلک په دې ولایت کې د ناامنیو په زیاتېدو اندېښنه څرګندوي.

دوې ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د دې ولایت د مرکز پل علم اړوند متاڼیو پله سیمه کې له دیارلسو ولسي پاڅونوالو سرونه غوڅ کړي وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...