Home » افغانستان » طالبانو د غزني د زندان امنیتي مرستیال وژلی
رویداد خبري آژانس

طالبانو د غزني د زندان امنیتي مرستیال وژلی

د زندانونو چارو د تنظیم اداره وایي، چې طالبانو د کابل- غزني پر لاره د غزني ولایت د زندان امنیتي مرستیال محمد علي احمدي لومړی له ځان سره بېولی او بیا یې وژلی دی.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې نوموړی د سه شنبې په ورځ له غزني څخه کابل ته پر لاره و چې د طالبانو لخوا تر نیول کېدو یوه ورځ وروسته وژل شوی دی.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم د محمد علي وژل کېدلي غندلي دي. طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...