Home » افغانستان » طالبان: باید حوصله ولرو د کلونو ستونزه یوه میاشت کې نه حل کېږي
رویداد خبري آژانس

طالبان: باید حوصله ولرو د کلونو ستونزه یوه میاشت کې نه حل کېږي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په دوحه کې د ځنډېدلو بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې کومه جدي ستونزه نه شته.

هغه زیاته کړې، په ټوله نړۍ کې د ستونزو د هواري په موخه خبرې له ځنډ سره مخ کېږي خو د ځنډونو مانا په ټوله کې دا نه ده چې ګوندې تفاهم ناشونی دی.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، طالبان د خبرو له لارې هوکړې ته پر رسېدو باوري دي.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان څلوېښت کلنه ستونزه په یوه اوونۍ او یوه میاشت کې د حل وړ نه ده، نو باید ټول حوصله ولري څو روان مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي.

‌نعیم زیاته کړې، تر اوسه معلومه نه ده چې خبرې به بیا څه وخت پیلېږي خو هیله لري چې دا خبرې پیل او له لارې یې افغانان یوې هوکړې ته ورسېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...