Home » افغانستان » طالبان:اسلامي نظام تر قیامته د پلي کېدو وړ دی
رویداد خبري آژانس

طالبان:اسلامي نظام تر قیامته د پلي کېدو وړ دی

طالبانو نن د هغو پوښتنو او څرګندونو په اړه رسماً خپل دریځ څرګند کړی دی چې ځینې وګړو د یادې ډلې له لوري د اسلامي نظام د جوړولو په تړاو مطرح کړې وې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبه د سپتمبر۱۹ (وږي ۲۹) پر خپل ټويټر د یو مطلب په خپرولو سره چې په وینا یې دا د دې ډلې رسمي دریځ هم دی ویلي، اسلامي نظام نه یوازې د طالب ډلې بلکې د ټولو افغانانو غوښتنه ده، دا نظام تر قیامته پورې د تطبیق وړ دی او کولی شي ټولې ستونزې په هر وخت کې حل کړي.

په مطلب کې راغلي، د افغانستان ۱۰۰ فیصده خلک مسلمانان دي او ټولو یې د اسلامي ارزښتونو د ساتلو لپاره قربانۍ ورکړې دي نو حق یې دی چې د یو بشپړ اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...