وسلهوالو طالبانو د هغو راپورونو په اړه غبرګون ښودلی چې له مخې يې ويل شوي، ښايي د ولسمشر جوبايډن له لوري له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د اېستلو مهالوېش له پوره کېدو وروسته هم يو شمېر امريکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې شي.
د وسلهوالو طالبانو د سياسي دفتر غړي سهېل شاهين له الجزيرې ټلوېزيون سره په خپله تازه مرکه کې ويلي، امريکا د دوحې په هوکړه کې منلې چې په افغانستان کې به خپل نظامي حضور صفر کوي او له دغه هېواد څخه به خپل ټول سرتېرې وباسي.
نوموړي زیاته کړې، چې امريکا دې په ياده هوکړه کې له طالبانو سره کړې لفظ ته ژمنه پاتې شي او ياده هوکړه دې نه ماتوي.
شاهين ګواښنه کړې که امريکا له طالبانو سر په دوحه کې د کړې هوکړې خلاف په افغانستان کې خپل نظامي حضور ته دوام ورکړي، نو دا ډله به يې پر وړاندې د اقدام کولو حق ولري.
د تېرې پنجشنبې په ورځ د (چنګاښ په ۳مه) اسوشيېټيډ پرېس خبري اژانس د ځینو امريکايي چارواکو په حواله خبر ورکړ چې له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو په صورت کې به، ۶۵۰ تنه امريکايي سرتيرې په نوموړي هېواد کې د ډيپلوماټانو د خونديتوب په موخه پاتې شي.
په عام باور په افغانستان کې د وسلهوالو طالبانو له لوري د جګړې وروستي شدت خلک او د افغانستان بهرني متحدان د سولې په اړه د طالبانو پر ارادي شکمن کړي.
دوی نيوکه کوي چې دا ډله له سياسي لارې سولې ته د رسېدو پر ځای د زور کارونې له لارې د سيمو نيولو په هڅه کې ده او ټول تمرکز يې پر جګړه دی.