روسیې ویلي، چې امریکا ته له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته په منځني ختیځ کې ځای نشته او په دې اړه یې څو ځله له امریکا سره بحثونه کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځاګړي استازي ضمیر کابلوف وايي، چې امریکا نشي کولای چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته خپل ځواکونه په منځني ختیځ کې ځای پرځای کړي.
د کابلوف په وینا، چې دوی په دې اړه له امریکا سره ځینې مسایل شریک کړي او هیله یې څرګنده کړې، چې امریکا به پر دغو مسایلو بیاکتنه وکړي.
کابلوف د افغانستان اوسني وضعیت ته هم اشاره کړې او زیاته کړې یې ده، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ پېښې شوې ستونزې باید افغان حکومت پخپله حل کړي، خو په وینا یې چې دوی به له نړیوالو ټولنې سره یو ځای د سولې په برخه کې د افغانستان ملتیا ته ادامه ورکوي.
روسیه دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې ویل کېږي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به دغه هېواد له ډیورنډ کرښې اېخوا پوځي اډې جوړې کړي.