Home » اقتصادی » صرافان: څو چې افغانستان بانک مو غوښتنې ونه مني کار بندیز به وي
رویداد خبري آژانس

صرافان: څو چې افغانستان بانک مو غوښتنې ونه مني کار بندیز به وي

د افغانستان د صرافانو سراسري ټولنې د افغانستان بانک له لوري د دوی غوښتنو ته د نه پاملرنې له امله نن شنبه (د کب ۲مه) بيا يوه اعتراضیه ناسته وکړه.

دغو صرافانو له تېرو ١٤ ورځو راهیسې کار بندیز اعلان کړی.

د دغې شورا ویاند هاشم روضه یي نن شنبه رسنیو ته وویل، تر کومه چې د افغانستان بانک د دوی غوښتنې ونه مني کار بندیز ته به دوام ورکړي.

د نوموړي په وینا چې په یاده اعتراضیه ناسته کې نږدې دوه زره کسانو برخه اخېستې او په ولایتونو کې هم کاري اعتصاب دوام لري.

دوی وایي، پخوا تردې به د پیسو خدماتونه او د صرافۍ د انفرادي جوازونه چارې په ۳ ورځو کې ترسره کېدې، خو په وینا یې د افغانستان بانک د صرافانو له مشورې پرته د پیسو خدمتونه درولي چې د کار د ګڼو ستونزو لامل ګرځېدلی دی.

دی وايي چې د افغانستان بانک د صرافۍ انفرادي جوازونه شرکتي ته د اړولو اقدام دوی ته منلو نه دی.

که څه هم تازه د افغانستان بانک په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې يې ویلي و چې د افغانستان بانک له ترهګرۍ سره د مبارزې او پیسو منځلو په هدف 

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...