د ولسمشر لومړی مرستیال ادعا کوي چې په وروستیو کې یې په کابل کې د ۹۰۰ بریدونو او ترهګریزو پېښو مخه نیولې ده.
امرالله صالح چې له اوږدې مودې وروسته یې یو ځل بیا د شپږنیمو جلسې راپور نن چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه نېټه) په خپله فیسبوک پاڼه خپور کړی دی وايي، د کابل ښار د امنیت لپاره یې ټول تدابیر نیولې او دغه ښار یې له ګڼو ترهګریزو بریدونو ساتلی دی.
د ښاغلي صالح په وینا په وروستیو کې یې په کابل کې د شاوخوا ۹۰۰ ترهګریزو پېښو مخه نیولې ده.
نوموړي ویلي ټاکل شوې وه چې د شپږ نیمو جلسې ختمې شي خو د ولسمشرغني په غوښتنه دغه جلسې دوام کوي او موخه یې دا ده چې په کابل او ولایتونو کې امنیت تامین او هر ډول احتمالي ګواښونه ختم کړل شي.
امرالله صالح داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په کابل کې نږدې هره ورځ د وسله والو غلاوو او جنایي پېښو راپورونه ورکول کېږي او په ځينو برخو کې د ماین چاودنې او ترهګریزې پېښې هم ادامه لري.